سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان د امريکايي بندي د تبادلې په ځای کې دينی مدرسه جوړوي

طالبان د امريکايي بندي د تبادلې په ځای کې دينی مدرسه جوړوي

ويب ډیسک
د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني په هغه ځای کې د يوې ديني مدرسې د بنسټ ډبره ايښې چې اته کاله وړاندې د طالبانو په بند کې يو امريکايی پوځي د ګوانتنامو زندان له پنځو طالب بنديانو سره تبادله شوی و.
طالبانو په خوست کې د دې مدرسې د ډبرې اېښودو د مراسمو ويډيو خپره کړې ده.
طالبان وايي په دغه ځای کې به د يوې لويې ديني مدرسې تر څنګ د يوه کلينيک په ګډون نورې ودانۍ هم جوړېږي.
امریکایی پوځي بوی برګډال له طالبانو سره وروستی جنګي بندي و. د نوموړي د خوشي کېدو په بدل کې په ۲۰۱۴ کال له ګوانتانامو زندانه پنځه بنديان خوشي شول چې اوس د طالبانو حکومت کې په لوړو څوکيو دندې لري چې په هغو کې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتي ټيم غړی محمد نبي عمري، د طالبانو د استخباراتو اوسنی مشر عبدالحق وثيق، د دفاع وزارت مرستيال محمد فاضل مظلوم، د سرحدونو چارو وزير نورالله نوري او د اطلاعاتو کلتور اوسنی وزير ملا خيره الله خيرخوا شامل وو.
طالبانو هغه مهال امریکايي ځواکونو ته د نوموړي د سپارلو ویډیو خپره کړې وه، چې په کې نیول شوی امریکايي پوځي په دودیزو افغاني جامو کې لیدل کېده، چې په موټر کې ناست وسله وال يې امریکايي ځواکونو ته سپاري.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه