سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine

ويب ډیسک

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېست د افغانستان په اړه د خبرو لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ به له ملګرو هېوادونو او افغانانو سره افغانستان کې پر بشري وضعیت، اقتصادي ناورین، د افغانو د حقونو خوندیتوب او پر ګډو امنیتي اندېښنو خبرې وکړي.

په ورته‌ وخت کې توماس ویسټ هم په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، زه د دسمبر میاشتې له لومړۍ تر اتمې نېټې جاپان، هند او متحده عربي اماراتو ته سفر کوم څو له خپلو ملګرو سره د بشری ملاتړ لپاره همغږي رامنځته کړو او افغانستان کې د نجونو او ښځو له زده‌کړو او بشري حقونو دفاع وکړو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې همداراز راغلي، چې وېست په بهر کې مېشت افغان فعالانو، سوداګرو، سیاستوالو او د رسنیو مسؤلینو سره د یادو ننګونو په هکله د خبرو لپاره ګوري.

دا په تېرو پنځو میاشتو کې لومړی ځل دی، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان په هکله د خبرو اترو لپاره د سیمې یو شمېر هېوادونو ته سفر کوي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه