سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغان لوبډله د سريلانکا سره له سیالیو وروسته هېواد ته راستنه شوه

افغان لوبډله د سريلانکا سره له سیالیو وروسته هېواد ته راستنه شوه

ويب ډیسک

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې پر وړاندې د درې پنځوس‌اوريزو سیالیو لوبلړۍ وروسته نن سهار کابل ته راورسېده.

افغان کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوس‌اوريز کرېکټ نړيوال جام ته د لارموندنې سياليو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا ملي لوبډلې وګټله، دویمه لوبه د باران له امله بې‌پایلې شوه او درېمه لوبه کې یې ماتې ومنله.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله ۷ مقام کې د ۱۱۵ نمرو په درلودلو سره د ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس‌اوريز جام ته لار موندلې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه