سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان د ماشومانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی

افغانستان د ماشومانو له پاره یو له خطرناکو هیوادونو څخه دی

ويب ډیسک

د ماشومانو د ملاتړ سازمان « سیف دي چلدرن» او په اوسلو کې د »پریو« د سولې اړونده څیزنیز بنسټ د یوه راپور له مخې په ۲۰۲۱ کال کې ۲۳۰ میلیونه ماشومان په ځانګړي ډول خطرناکو سیمو کې ژوند کړی.

په ټوله نړۍ کې په عمومي ډول ۴۴۹ میلیونه نجونې او هلکان په کړکچینو سیمو کې اوسیدلي دي.

د دغه راپور له مخې، په منځني ختیځ کې په هرو درو ماشومانو کې یو یې په هغو سیمو کې اوسیږي چې پکې جګړه ده. یمن، افغانستان او د کانګو جمهوریت د ماشومانو له پاره خطرناک هېوادونه بلل شوې دي.

د ماشومانو د ملاتړ سازمان مشر فلوریان وست فال په وینا: « هره ورځ نجونې او هلکان وژل کیږي او ټپیان کیږي او یا له ناوړه چلن سره مخامخ کیږي.» هغه د دغو جرایمو د عاملینو د مجازاتو غوښتنه کړې.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه