ويب ډیسک
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې پر وړاندې د درې پنځوساوريزو سیالیو لوبلړۍ وروسته نن سهار کابل ته راورسېده.
افغان کرېکټ لوبډلې د ۲۰۲۳ کال پنځوساوريز کرېکټ نړيوال جام ته د لارموندنې سياليو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه له سريلانکا ملي لوبډلې وګټله، دویمه لوبه د باران له امله بېپایلې شوه او درېمه لوبه کې یې ماتې ومنله.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله ۷ مقام کې د ۱۱۵ نمرو په درلودلو سره د ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوساوريز جام ته لار موندلې.


