ویب ډیسک
د سپین بولدک ـ چمن دروازه کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د وروستۍ ترینګلتیا تر رامنځته کېدو وروسته د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له پاکستان څخه د ښځینه مسافرو د تالاشۍ لپاره بندرونو کې د ښځینه کارکوونکي د استخدام غوښتنه کړې ده.
طالب چارواکي وايي، مولوي عبدالکبیر د پاکستان له شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني سره لیدنه کې ویلي چې په سپین بولدک ـ چمن او تورخم بندرونو کې افغان کډوال له ستونزو سره مخ کیږي.
نوموړي زیاته کړې: “د مسافرو ښځو د تالاشۍ او کنټرول په موخه دې د پاکستان په بندرونو کې ښځینه کارکوونکي استخدام شي.”
د بیان له مخې نوموړي د پاکستان له حکومت څخه غوښتي چې پاکستان ته تلوونکو افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې هم اسانتیاوې برابرې کړي.
د تیرې یکشنبې په ورځ د سپین بولدک ـ چمن دراوزه کې پر پاکستاني سرتیرو تر ډزو وروسته دغه دروازه د هر دول تګ راتګ پر مخ بنده شوې ده، ویل کیږي چې په په بېلابېلو توکو بار لوی موټرونه او په سلګونو مسافر د دغه لارې دواړو خواوو ته بند پاتې دي.


