دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهبلوچستان ټاکني:د ښاروالۍ د چوکیو ترلاسه کولو لپاره اتو مسلمانانو قادياني...

بلوچستان ټاکني:د ښاروالۍ د چوکیو ترلاسه کولو لپاره اتو مسلمانانو قادياني په حیث نوم لیکنه کړې

پښتو جرنل

د بلوچستان ایالت په کوهلو والسوالۍ کې روانې د ښاروالۍ ټاکنو د دوام پړاو په ترڅ کې د لږکیو لپاره ځانګړې شوې چوکیو د ګټلو لپاره اته کسانو کوم چې مسلمانان دي خپل د دین په خانه کې د قادياني دین لیکلی ده .
ځايي خبریال دوران بلوڅ د خپلې د فیس بک په پاڼه لیکلي چې حاصلان ولد فتح خان کوم چې په کوهلو کې د جنت علي سمې اوسېدونکی ده یو سوچه مسلمان ده خو یو څو کسانو د چوکۍ د اخیستلو د هغه درخواست په ټاکنو په کمېسيون کې جمع کړئ ده .

دوران بلوڅ زیاتوی چې د سمې د علما د مداخلت ورورسته ډپټي کمشنر قربان علي مګسي دا پیښه وڅېړله نو چې کله د ټاکنیز نوملړ وکتلو نو اته کسان داسې وو چې د هغو د دین په خانه قادياني لیکل شوی وو، هغه نه پس ډپټي کمشنر قربان علي مګسي یاد کسانو ته حکم ورکړ چې دوي دې راشي په دریو ورځو کې دې ځانونه مسلمانان وښايي او د علما له مخه دې خپل نومان ټاکنیز نوملړ نه وباسي.

یاد دې وي چې پاکستان کې په قانوني توګه قادياني مذهب غیر مسلمان یاد شوی . د قادياني مذهب پالونکی ځان ته مسلمان نه شي ويلی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه