سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونههرات کې د ښځو ځانګړی سوداګريز مرکز پرانيستل شو

هرات کې د ښځو ځانګړی سوداګريز مرکز پرانيستل شو

ويب ډیسک

د “پرنس” په نوم د ښځو دغه سوداګريز مرکز چې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شو، پکې د لويديځې حوزې د سوداګرۍ او صنايع خونې مشرې نرګس هاشمي او د خصوصي سکټور يو شمېر فعالينو برخه اخيستې وه.

د ياد مرکز بنسټ ايښودونکی غلام محبوب علي زاده وايي، دغه مرکز په ۶ پوړونو کې رغول شوی او تر دې دمه ۳۵ مېرمنو پکې هټۍ پرانيستې دي.

ښځينه فعالينې د داسې مرکزونو د فعالېدو هرکلی کوي او وايي، چې په دې سره ښځينه کسبه کارانو ته د کار ښې زمينې برابرېږي.

افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته پر افغان ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې محدوديتونه مخ په ډېرېدو دي، هغه چاره چې په کور دننه او بهر له ګڼو غبرګونونو سره مخامخ شوې ده.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه