د ترکیې د استانبول ښار پر استقلال سړک د یوې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ینځه تنه وژل شوی او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.
د استانبول والي علي یرليکایا منلې چې نن مازدیګر ۴:۲۰ بجې د استانبول په بياوغلوی سیمه کې یوه چاودنه شوې او سیمې ته د اور وژنې او پولیس ټیمونه استول شوي دي.
یرليکایا همداراز زیاته کړې چې يو شمېر کسان مړه او ټپيان شوي دي چې نور جزییات به وروسته اعلان شي.
تر اوسه د چاودنې لامل نه دی په ډاګه شوی.


