ويب ډیسک
د ايران پېژندل شوی سني عالم مولوي عبدالحميد په زاهدان ښار کې د جمعې لمانځه پر مهال ویلي، د افغانو نجونو پر مخ د ښوونځيو بندولو دوام سخت اندېښمن کړی دی.
دغه نامتو ایراني سني عالم د ښوونځیو دروازو تړل د تنګ نظرو او د هغو کسانو کار بللی چې روښانه منطق نه لري او په تیارو کې دي.
نوموړي طالبانو ته په اشارې سره وويل: “ما ته وښایئ چې کوم دين او شريعت د نجونو زدهکړه حرامه او له شرعي حقوقو يې بې برخې کړي دي.”
طالبچارواکو تر دې وړاندې څو ځلې ویلي و، چې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځي ته د داخلېدو اجازه ورکول مناسبو شرایطو ته اړتیا لري او د وضعیت په ښه کېدو سره به دا ستونزه هواره شي.


