سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهکرکټ :پاکستان نړیوال جام کې نیمې پایلوبې ته لاره ومندله

کرکټ :پاکستان نړیوال جام کې نیمې پایلوبې ته لاره ومندله

ويب ډیسک

په اسټراليا کې په روان ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال جام کې پاکستان، هند، نيو زیلینډ او انګلینډ د نيمه پايلوبو (سيمي فاينل) پړاو ته ووتل.

د نومبر پر شپږمه په ۲۰ اووریز کرکټ نړيوال جام کې پاکستان بنګلادېش او هالینډ جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه.

د اسټراليا په ایډېلېډ کې په لومړۍ سیالۍ کې هالینډ د جنوبي افریقا پر وړاندې په ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۵۸ منډې جوړې کړي. د هالینډ کولين اکرمېن په ۲۶ بالونو ۴۰ رنز وکړل او د سیالۍ غوره لوبغاړی شو.

جنوبي افریقا ټاکلی هدف پوره نه کړای شو او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۴۵ منډې وکړې. په دې توګه هغوی دا سیالي په ۱۳ رنز وبايلله او ورسره له نړيوال جامه هم ووتل. که د جنوبي افریقا لوبډلې دا سیالي ګټلې وای، نيمه پايلوبې ته وتله.

په دویمه سیالۍ کې پاکستان بنګلادېش ته په ۵ وېکټو ماتې ورکړه.

په ايډېلېډ کې په شوې سیالۍ کې لومړی بیټېنګ بنګلادېش وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۷ منډې جوړې کړي. پاکستان دا هدف په ۱۹م اوور کې د پینځو وېکټو په زیان پوره کړ.

شاهین شاه اپرېدي په څلورو اورونو کې د ۲۲ رنز په ورکولو او څلور لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د نړيوال جام د سیاليو نيمه پايلوبې د نومبر پر نهمه او ۱۰مه او پايلوبه یې د نومبر پر ۱۳مه کېږي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه