سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهچیک جمهوریت په کابل کې خپل سفارت تړي

چیک جمهوریت په کابل کې خپل سفارت تړي

ويب ډیسک

د چېک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت پریکړه کړې ده چې په نږدې راتلونکي کې په کابل کې خپل سفارت وتړي. په افغانستان کې نا معلوم امنیتي حالت، د دغه اقدام اصلي لامل بلل شوی.

د چېک د سي ټي کې خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان لیپافسکي، له قوله خبر ورکړی دی چې په کابل کې به د پراګ سفارت په نږدې راتلونکې کې وتړل شي.

د دغه اقدام اصلي لامل په افغانستان کې د خوندي او ډاډمن امنیتي حالت نه شتون په ښوول شوی دی.

په پام کې ده، چې د چېک جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت دغه پریکړه تر راتلونکو دوه میاشتو عملي شي.

په افغانستان کې د چېک جمهوریت سفارت په ۲۰۰۷ کال کې پرانستل شو. واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ وروسته دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت په موقت ډول تړلی و.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه