یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهمولوي مجيب الرحمان انصاري، له چاودنې وړاندې په هرات ولايت کې جوړې...

مولوي مجيب الرحمان انصاري، له چاودنې وړاندې په هرات ولايت کې جوړې شوې اقتصادي ناسته کې ګډون لره.

ويب ډیسک

د هرات د ګازرګاه جومات ملا امام مولوي مجيب الرحمان انصاري، له چاودنې وړاندې په هرات ولايت کې جوړې شوې اقتصادي ناسته کې ګډون لره.

په دې ناسته کې د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال ملا برادر په ګډون د هېواد ځينو علماوو او سوداګرو هم برخه اخيستې وه.

د ملا بردار ځانګړي سکرټر عبدالله عازم په يوه ټویټ کې ليکلي، مولوي انصاری په دې غونډه کې له ملا برادره د جمعې لمانځه د ادا کولو اجازه وغوښته، ملا برادر ورته وویل، لا وختي دی. لږ شېبه وروسته یې بیا اجازه وغوښته او ملا برادر اجازه ورکړه.

عازم ويلي، چې هغه په اوچتو ګامونو له تالاره ووت او په نامردانه برید کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دې پېښې تر شا عاملین به د خپل کرغېړن عمل سزا وويني.

په هرات کې د طالبانو امنيه قومندانۍ ويلي، په نننۍ چاودنه کې د مولوي مجیب الرحمن انصاري په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه