یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د رسنيو وضعيت په اړه د یوناما د مشر اندېښنه

افغانستان کې د رسنيو وضعيت په اړه د یوناما د مشر اندېښنه

ويب ډیسک

افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر «یوناما» مشر مارکس پوټزل په افغانستان کې د ازادو رسنیو د فعالیت کمېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

پوټزل ويلي، پرمختللي او خپلواکه رسنۍ د یوې کثرت ګرا ټولنې منعکس کوونکې دي او افغانستان دې ورځو کې د داسې رسنيو له کمښت سره مخ دی.

د یوناما چارسبمالي دغه څرګندونې کابل کې له يو خصوصي ټلویزیونه د لیدنې پرمهال کړې دي.

د يوناما مشر داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې د بې پولې خبريالانو سازمان څه موده وړاندې خپل يو راپور کې ويلي و، چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ۵۰ سلنه رسنۍ تړل شوي او نږدې ۶۰ سلنه خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو خپلې دندې له لاسره ورکړې دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه