دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهسعودي کې یوه ښځه د ټولنیزو رسنیو د لیکنو له کبله په...

سعودي کې یوه ښځه د ټولنیزو رسنیو د لیکنو له کبله په ۴۵ کالونو بند محکومه شوه !

ويب ډیسک

په سعودي عربستان کې د ښځو د حقونو د دفاع یوه ټولنه وايي چې حکومت یوه ښځه په ټولنیزو رسنیو کې د پوستونو او لیکنو له کبله په ۴۵ کالونو بند محکومه کړې ده.

دغه ښځه نوره بن سعید القحطاني نومېږي او په واشنګټن کې د «ډان» په نامه یوې ادارې د اعلامیې له مخې تېره اوونۍ د سعودي د جرمونو ځانګړې محکمې «د ټولنیزو رسنیو د کارولو، ټولنیز جوړښت او عامه نظم د ګډوډولو په تور» محکومه کړې ده.

تر دې مخکې یوه بله سعودۍ، چې د دوو اولادونو مور ده، د تبعید شویو سعودي اتباعو د ټویټونو د شریک کولو او په ټویټر کې د هغوی د تعقیب کولو له کبله په ۳۵ کالونو بند محکومه شوه. دا ښځه سلما الشهاب نومېږي چې د لندن د لیډز په پوهنتون کې د دوکتورا کاندیده وه.

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه