ويب ډیسک
د نيويارک په منهاټن کې يوې قاضۍ ساره نيټبورن ويلي دي، چې د سپټمبر ۱۱مې قربانيان د دې اجازه نلري چې د افغانستان بانک په ميلياردونو ډالره شتمني ترلاسه کړي.
ساره نيټبورن وايي، هغه کسان چې د طالبانو ښکار شوي، کلونه کلونه يې د انصاف لپاره مبارزه کړې او دوی مستحق دي.
نيټبورن ويلي، د افغانستان بانک د دې محکمې له محدوديتونو خوندي دی.
څه موده وړاندې د سپټمبر ۱۱مې د قربانیانو يو شمېر کورنيو، په يوه ليک کې د امريکا له ولسمشر جو بايډن څخه وغوښتل چې د افغانستان کنګل شوې شتمني افغانانو ته ورکړي، ځکه چې په دې هېواد (افغانستان) کې بشري ناورين دوام لري.
د دې ليک لاسليک کوونکو، په ټينګار سره ويلي چې افغانان له انساني ناورينه زورېږي او دغه پيسې د افغانستان د خلکو پورې اړه لري او هر ډول ګټه اخيستل ترې له قانوني اړخه مشکوک او له اخلاقي اړخه تېروتنه ده.
د امريکا ولسمشر د روان زېږديز کال د فبرورۍ په ۱۱مه د افغانستان د ۷ ميليارده ډالرو د شتمنۍ د بندېدو فرمان صادر کړ چې له مخې يې د دې شتمنۍ نيمايي برخه پيسې په افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورين د رسېدنې لپاره او پاتې نيمه برخه يې د سپټمبر يوولسمې د قربانيانو کورنيو ته ځانګړې شوې.


