ويب ډیسک
پاکستاني چارواکي وايي چې د وروستيو سختو بارانونو او سېلابونو د راوتلو له امله، نږدې زر تنه مړه شوي، د ۳۰ ميليونه وګړو ژوند يې ګډوډ کړی او ډېر شمېر يې بې کوره کړي دي.
د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۶۷۰ زره او ۳۲۸ کورونو زيان ليدلی، ۱۴۵ پلونه نړېدلي او ۳ زره او ۸۲ کيلومتره لويې لارو ته زيان اوښتی دی.
په ورته وخت کې، د پاکستان حکومت دغه هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی او له نړيوالې ټولنې يې د مرستې غوښتنه کړې ده.
تمه ده، چې نړيوال بانک ۳۵۰ ميليونه، د خوړو نړيوال سازمان ۱۱۰ ميليونه، د اسيا پراختيايي بانک ۲۰ ميليونه او انګلستان ۴۰ ميليونه ډالره دغه هېواد ته د مرستې لپاره واستوي.


