ويب ډیسک
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت افغانستان ته د «کېش ایرلاین» په نوم ایراني شرکت پروازنو پیلېدو خبر ورکړ.
یاد وزارت ویلي چې دغه ایراني شرکت پرون جمعه له مشهد څخه کندهار ولایت ته لومړنی پرواز تر سره کړ.
د دوی په وینا دغه ایرانی شرکت به په اونۍ کې یو ځل له مشهد څخه کندهار او له کندهار څخه مشهد ته پرواز ولري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د «ماهان» په نوم یو بل ایراني هوايي شرکت هم افغانستان ته پروازونه کول.
پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد د هوايي رادار سیستم زیانمن شوی و چې له امله یې دغه هیواد ته پروازونه ټکني شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د پروازونو بیرته عادي کېدو په هدف د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد د متحدو عربي اماراتو یو شرکت سره لاسلیک کړ.
طالبانو د متحدو عربي اماراتو د “ګاک” شرکت سره قراراداد لاسلیک کړ چې د افغانستان په څلورو نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو او د هغوي د سفر کولو د لوازمو د کنټرول او بررسۍ چارې پر مخ بوځي.


