ويب ډیسک
د دې ډلې بنسټ ایښودونکې رویا محبوب وايي، خوښ یو چې د افغان نجونو د روباټیک ډلې لس نوي غړي د خپلو زده کړو د دوام لپاره له کابله قطر ته راورسېدل.
د دې ډلې ۹ نور غړي په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو څخه وړاندې قطر ته تللي و.
فوزیه کوفي وايي، هغه نجونو چې په خپل استعداد، هوښیارۍ او نوښت سره موږ ته ویاړ په برخه کړی اوس فرصت لري چې خپل خوبونه تعقیب کړي.
د افغانستان د بشري حقونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي، پر افغان ښځو او نجونو پانګونه د یوه خوندي، باثباته او له اقتصادي پلوه په یو برلاسي افغانستان پانګونه ده.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو واکمنۍ سره سم په افغانستان کې له شپږمو ټولګیو پورته افغان نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوې دي.
#Afghanistan #afghanroboticgirls


