محب الله
په بلوچستان کې د سېلاب له امله د نهو نورو کسانو ژوند د لاسه ورکړی، د مړو شمېر ۲۱۶ ته رسېدلی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳ زره ۴۵۰ کورونه هم نړېدلي، په داسې حال کې چې د پنجاب او کراچۍ سره د ایالت ځمکنۍ اړیکه لا هم تړلې ده.جج
په بلوچستان کې له یوې نیمې میاشتې راهیسې د پاشه کال بارانونو او سیلابونو له امله د ژوند او نظام په ټپه درېدلی دی.
په دغه ولايت کې زياتره سړکونه په بشپړه او يا جزوي توګه ويجاړ شوي او په ډېرو سيمو کې سړکونو ماته شوي او يا د سفر کولو وړ نه دي او مسافر يې هم له ذهني کړاو سره مخامخ کړي دي
په بلوچستان کې د بارانونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۲۱۶ ته رسېدلی، او يو ۹۰ نه زيات کسان ژوبل شوي هم دي چې زيات شمېر د ماشومانو او ښځو دي ، بل لور ته بیا بارانونو او سېلابانو لکبله د ایالت له کراچۍ او پنجاب سره نښلوونکې لویې لارې لا هم تړلې دي، او پر دغه لارو باندې په زارو کسان بند پاته دي پرله پسې بارانونو له امله شپږ ويشت زره نه زيات کورونه هم سخت زیانمن شوي دي
بارانونو او سېلابونو د ایالت 690 کلوميټره سړکونه او 18 پلونه تباه کړي دي، په داسې حال کې چې د کوټې له کراچۍ سره د خضدار، لسبيله او د فورټ منرو له لارې پنجاب او دنه سر شيراني او اسلام اباد له لارې د خېبرپښتونخوا ځمکنۍ اړیکه هم پرې شوې ده.
د بلوچستان له نورو ایالتو سره د اورګاډي پټلۍ له تېرو څو ورځو راهیسې نه دی وتلی چې له امله یې مسافر وړونکي او بار وړونکي اورګاډي ځنډول شوي، د اورګاډي چارواکي په دې باور دي، چې د دې پټلۍ په ژغورلو کې به څو ورځې نور وخت هم ونیسي.
د رېلوې چارواکي وايي، له تېرو درېيو ورځو راهيسې هېڅ اورګاډي له کوټې څخه کراچۍ، پنجاب او خيبر پښتونخوا ته سفر نه نه کړي
په داخلي بلوچستان کې د ټرانسپورټ لارې هم متاثره شوي چې له امله یې ټرانسپورټران او مسافر له ستونزو سره مخ دي او متاثرین هم د مرستو په انتظار دي.
د بلوچستان ولايت په قلعه سیف الله ، مسلم باغ ، پشین ، زيارت ، قلعه عبدالله خان ، هرناي ، ولسواليو کې ميو باغو ته په کروړونو روپو تاوانونهر سولي
بل لور ته بیا ایالتي حکومت له وفاقي حکومته غوښتنه کړې چې په بلوچستان کې د سېلاب ځپلو کورنيو لپاره دې د مرستې لپاره سامان، انفراسټرکچر ساتنې او کومک لپاره د 60 اربه روپو ځانګړي کسوړه دي ورکول شي.


