سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو له واکمنېدو وروسته، څه باندې ۳ ميليونه نجونې له زده‌کړو بې...

طالبانو له واکمنېدو وروسته، څه باندې ۳ ميليونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

ويب ډیسک

ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره (يونيسف) وايي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، څه باندې ۳ ميليونه نجونې له زده‌کړو بې برخې شوي دي.

يونيسف ويلي، چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو نه پرانيستل به سره له دې چې هېواد په راتلونکي کې له ډاکترانو او قابلو بې برخې کړي، بلکې دا خطر به هم ډېر کړي چې نجونې په کمو عمرونو کې ودونو ته اړ کړل شي.

يونيسف غوښتنه کړې نجونې بېرته خپلو درسي ټولګيو ته وګرځي او ويلي يې دي چې دا يې حق دی.

د طالبانو له لوري له شپږمو ټولګيو پورته ښوونځيو ته د افغان نجونو نه پرېښودل د هېواد دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارولي دي.

د ټولنيزو رسنيو ځينو فعالينو د #LetAfghanGilrsLearn
هشټېګ په کارولو سره له نړيوالې ټولنې او د زده‌کړو ملاتړو بنسټونه څخه غوښتنه کړې چې د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د پرانيستلو په اړه کوټلي، اړين او عملي ګامونه پورته کړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه