لیکنه: محمد نعیم
ددې لیکنو د تېر ټوک په لړ کې څه ملګرو د مابعد جدیدت post modernism په ساینس د اغېز خبره کړې ده او دا ګمان یې کړي چې ګنې په ساینسي پلټنه scientific investigation کې د تشکیک نه کاراخستل او د ساینسي نظریو په باوریتوب یا ناباوریتوب ثابتولو کې احتمالیت ته ځاۍ ورکول د مابعد جدیدیت نه راغلي یو اثر دی خو دا ګمان سم نه دی
مابعد جدیدیت post modernism د شلمې پېړۍ په دویمې نیمایي کې دجدیدیت modernism د یو مخالفه فکر په توګه زېږېدلی دی او د جدیدیت ددې نظر چې معروضې حقیقتونه objective realities شتون لري او د معروض په حقله عمومې نظریې (general or grand theories) جوړول ممکن دي نه بېخي انکار کوي ساینسي طريقه ددې برعکس د جدیدیت دغورزنګ یو مهمه برخه ده او د مابعد جدیدیت سره هم هغه توپیرونه لري کم چې ورسره جدیدیت لري یو دوه درې مثالونه به دا نکته لګ په ښه شان واضحه کړي
جدیدیت وایي چې معروضي واقعیتونه objective realities دانساني مشاهدې او تجربې نه په ازاده ځانواکه او خپلسره توګه وجود لرلی شي او داچې ددې واقعیتونو په اړه معروضي علم objective knowledge د عقل مشاهدې او تجربې له لارې ترلاسه کېدی شي مابعد جدیدیت البته دا نظریه ردوي او وایي چې معروضي واقعیتونه هېڅ شتون نه لري او مختلف خلک د یوورکړی شوي واقعیت بدله بدله نظاره کوي او بېل بېل تصور concept یې اختراع کوي او په دغه تصورونو کې هر یو تصور په خپل ځائ سم دی د reality په اړه دداسې رنګ توضيح یوه لازمي مطلب دا راووزي چې د شیانو په اړه معروضي علم ممکن نه دی دغه رنګ ساینس دا باور لري چې منطق او دليل مونږ ته جهاني نتېجې universal conclusions راوړلی شي خو مابعد جدیدیت د منطق logic د عالمګېریت نه انکار کوي او دعوه کوي چې هر فکري نظام خپل منطق internal logic لري او په دغه فکري نظام کې هم دغه منطق کار کوي او بل پکې کار نه کوي (یعنې هر سړی خپل منطق لرلی شي او دده د نظر له لحاظه هم دغه منطق سم دی) دغه رنګ مابعد جدیدیت د انساني فطرت Human Nature د مفکورې نه چورلټ انکار کوي په کومې چې د جدید سوشل تيوري بنسټ ايښودی شوی دی
څنګه چې د پورته بحث نه ښکاره ده مابعد جدیدیت د انساني پوهې او علم په اړه د یوې انتهايي درجې نسبتییت relativism فکریه idea راوړاندې کوي یعنې دا فکریه چې هر فکر په خپل ځائ سم دی او جهاني حقیقت universal truth چرته هم شتون نه لري دا څرګنده چې ده دا ډول نظر فکري انتشار او ګډوډی خو پېدا کولی شي خو انسان یو عمومي نتېجې ته نه شي رسولی له دې لامله د مابعد جدیدیت نظریه په ورستیو کې د ډیرواړخونو نه د شدیدو نیوکو او غندنو لاندې راغلی دی او تر څه حد ردشوی هم دی
په ساینس کې د تشکیک او احتمالیت له څه وجو له لاسه راننوتی دی چې یو پکې د کاینات لامحدودیت او د ساینسي وسیلو محدودیت شامل دی د بېلګې په توګه دا پښتنه کېدی شي چې انساني مشاهده او تجربه څومره د اعتبار وړ کېدی شي او مونږ ته څومره کوټلي precise مالومات راوړلی شي(ایا زمونږ د تجربو اوزار موثر دي او مونږ د صحیح مالوماتو تر لاسه کولو جوګه کولی شي) نور ساینس د مابعد جدیدیت د نظریې بر خلاف په کاینات کې د نظم وترتيب منونکی دی او دا هم تسلیموي چې زمونږ د چاپېریال او بیرون په اړه objective knowledge تر لاسه کېدی شي بلکې په دي خبرې د ساینسي پلټنې ټول بنیاد ايښودی شوی دی


