دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملګري ملتونه په پام کې لري چې د ۱۳ طالب مشرانو پر...

ملګري ملتونه په پام کې لري چې د ۱۳ طالب مشرانو پر سفر بنديز ولګوي

ويب ډیسک

ملګري ملتونه په پام کې لري چې د ۱۳ طالب مشرانو پر سفر بنديز ولګوي، خو دا به هغه وخت عملي بڼه واخلي چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا غړي د يو احتمالي تمديد په اړه هوکړه وکړي.

روسيې او چين د طالب مشرانو د سفر غوښتنه کړې ده، خو نورو هېوادونو بيا په دې اړه مخالفت کړی دی.

ويل کېږي چې په وروستي پيشنهادي ليست کې به د طالبانو ۶ مشرانو ته د ديپلوماتيکو دلايلو له مخې د سفر اجازه ورکړل شي.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د پرېکړه ليک له مخې، د طالبانو ۱۳۵ غړي له ۲۰۱۱ کال راهيسې د سفر له بنديزونو سره مخ دي چې له دې ډلې ۱۳ تنه يې د سفر اجازه لري.

په دې وروستيو کې د بشري حقونو څار بنسټ د طالبانو له لوري د بشري حقونو او په ځانګړي ډول نجونو او ښځو حقونو د نقض له امله له ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو غوښتي ؤ چې پر طالبانو فشار راوړي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه