ويب ډیسک
د بښنې نړيوال سازمان وايي، چې ډېری نجونې له دې امله چې د طالبانو له لوري د لباسونو په تړاو زورول کېږي، پوهنتونونو ته له تګه پښېمانه شوي او يا هم هېڅ نوم ليکنه يې نه ده کړې.
دغه سازمان په افغانستان کې د ژوند وضعيت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو لپاره له ناورينه ډک بللی او ويلي يې دي چې خلک سخت ناهيلي شوي دي.
افغانستان په نړۍ کې يوازينی هېواد دی چې نجونې يې ښوونځي ته د تګ اجازه نلري.
د بښنې نړيوال سازمان وايي په دغه هېواد کې بشري حقونه په پراخه کچه نقض کېږي چې دا کړنه وحشتناکه ده.


