سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان خپلواکي نمانځي خو ملي بيرغ نه مني

طالبان خپلواکي نمانځي خو ملي بيرغ نه مني

ويب ډیسک

 

د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب نن په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ ۱۰۳مې کليزې په ویاړ جوړې شوې غونډې کې ګډون کړی او د ازادۍ څلي ته يې د عقيدت ګلونه ايښي دي.

 

د ټولنيزو رسنيو ځيني کاروونکو د طالبانو دفاع وزير د دې کړنې په غبرګون کې وايي چې طالبان خپلواکي نمانځي خو ملي بیرغ نه مني.

 

دوی زياتوي چې طالبان د غازي امان الله خان له لوري د خپلواکۍ اخيستل مني او درناوی يې کوي، خو د اماني (د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ) څخه بيا انکار کوي او نه يې مني.

 

د راپورونو له مخې د هېواد په ځينو سيمو کې د ملي بیرغ په پورته کولو او د خپلواکۍ جشن په نمانځلو سره خلک د طالبانو له لوري ګواښل شوي دي

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه