ويب ډیسک
د طالبانو دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب نن په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ ۱۰۳مې کليزې په ویاړ جوړې شوې غونډې کې ګډون کړی او د ازادۍ څلي ته يې د عقيدت ګلونه ايښي دي.
د ټولنيزو رسنيو ځيني کاروونکو د طالبانو دفاع وزير د دې کړنې په غبرګون کې وايي چې طالبان خپلواکي نمانځي خو ملي بیرغ نه مني.
دوی زياتوي چې طالبان د غازي امان الله خان له لوري د خپلواکۍ اخيستل مني او درناوی يې کوي، خو د اماني (د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ) څخه بيا انکار کوي او نه يې مني.
د راپورونو له مخې د هېواد په ځينو سيمو کې د ملي بیرغ په پورته کولو او د خپلواکۍ جشن په نمانځلو سره خلک د طالبانو له لوري ګواښل شوي دي


