سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونه۹۲ سلنه افغانان د طالبانو له کړنو ناخوښ دي

۹۲ سلنه افغانان د طالبانو له کړنو ناخوښ دي

ويب ډیسک

طالبانو څو څو ځلې ادعا کړې چې د افغانستان مطلق اکثريت هغوی مني او په رسمیت يې پېژني، خو کله چې له مرکه کوونکو پوښته شوې چې ایا د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت ورته د منلو وړ دی، نو يوازې ۸ سلنه خلکو رضايت ښودلی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د وضعيت په اړه د يوې تازه سروې موندنې ښيي چې ۹۲ سلنه مرکه کوونکي په بشپړ ډول د طالبانو له کړنو راضي نه دي او يوزاې ۸ سلنه خلک د طالبانو د واکنمۍ د دوام غوښتنه کړې ده.

دغه سروې د افغانستان د ستراتيژيکو څېړنو او مطالعاتو انستيتوت له لوري د هېواد په ۲۰ ولايتونو کې ترسره شوې چې پوښتنې يې د ۲زره مرکه کوونکو له لوري چې عمرونه يې له ۱۸ تر ۴۰ کلونو پورې دي، ځواب شوي.
د مرکه کوونکو له ډلې ۶۴ سلنه يې نارينه او ۳۶ سلنه ښځې دي.

ښځو او نارينه ؤ په ډېری ولايتونو کې ويلي، جې طالبان د پخوا په پرتله ډېر لږ انعطاف پيدا کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په يو کلنۍ سره د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو په ګډون مدني او سياسي فعالينو کابل ته د طالبانو د ننوتلو ورځ د افعانستان لپاره توره ورځ بللې ده.
دوی په دې تړاو چې طالبان دغه ورځ د خپلواکۍ ورځ ګڼي او په شعارونو سره يې نمانځي، سخت غبرګونونه ښودلي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه