سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبانو وښوده، چې دوحه کې کړې ژمنې يې ټولې دروغ وې

طالبانو وښوده، چې دوحه کې کړې ژمنې يې ټولې دروغ وې

ويب ډیسک

د افغانستان د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب وايي چې د طالبانو د تېر يوه کال واکمنۍ دا ثابته کړې چې په دوحه کې کړې ژمنې يې ټولې دروغ وې.

ښاغلي محب وويل، چې طالبان له امريکا سره د سولې خبرو کې په صداقت سره مخکې نه تلل او دا هغه څه ؤ چې موږ پرې له لومړيو باور لره. د نوموړي په وينا، د ارګ په څو کيلو مترۍ کې د القاعده ډلې د مشر ايمن الظواهري اوسېدو دا وښوده چې طالبان اوس هم له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سر اړيکې لري.

ښاغلي حمدالله محب له بي بي سي سره په مرکه وويل، طالبانو ادعا کوله چې کله واک ترلاسه کړي، نو کولی شي د نورو ترهګرو ډلو د فعاليت مخه په افغانستان کې ونيسي. د هغه په وينا طالبانو نه يوازې د داعش ډلې مخه ونه نيوله بلکې د دې ډلې فعاليتونه نور هم پراخ شوي دي.

د پرځول شوي جمهوري نظام د ملي امنيت سلاکار زياته کړه، د طالبانو د تېر يوه کال واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې قومي او مذهبي ستونزې هم ډېرې شوي دي.

ښاغلی محب په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تېره ورځ (د اګست ۱۵مه) کابل ته د طالبانو د ننوتلو او د واک ترلاسه کولو يو کال پوره شو، هغه کال چې د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو او رسنيو ملاتړ بنسټونو په باور د افغانانو لپاره له اقتصادي، ښوونې او روزنې او سياسي اړخ څخه له ناورينه ډک ؤ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه