دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهملا عبدالباقي وايي ملي او دیني ارزښتونو سمبال تحصیلي نصاب باندې کار...

ملا عبدالباقي وايي ملي او دیني ارزښتونو سمبال تحصیلي نصاب باندې کار کوي

ويب ډیسک

د طالبان حکومت د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني وايي، یاد وزارت پر «ملي او دیني ارزښتونو» سمبال تحصیلي نصاب باندې کار کوي.
هغه نن سې شنبه په کابل کې خبریالانو ته وویل چې یاد تحصیلي نصاب اړتیاو ته په ځواب ویلو د هیواد د پرمختګ لامل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دیني او عصري زده کړو ترمنځ د فاصلې له منځه وړلو په هدف ټول دیني تخصصات په لوړو زده کړو وزارت پوري مربوط شوي او د دیني تخصص اسنادو د تائید لپاره ریاست رامنځته شوی دی.
د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر وویل چې اوس مهال د افغانستان په ټولو پوهنتونونو کې درسونه جریان لري.
هغه یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د لوړو زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
یاد وزارت څه موده مخکې د تحصیلي نصاب بیا کتنې لپاره د درسي نصاب ریاست رامنځته کېدو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ګڼ افغانان پر کابل د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دهیواد د لوړو زده کړو بهیر ټکني کېدو په اړه اندېښنې ښيي.
د دوی په وینا د افغانستان د یو شمېر پوهنتونونو استادان پر افغانستان د طالبانو تر حاکميت وروسته له هيواد څخه وتلي چې له امله د پوهنتونونو په درسي بهیر کې خنډ رامنځته شوی دی.
دوی د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو د لوړو زده کړو د وزیر تګلاره هم باندې هم انتقادونه کوي چې پوهنتونونو کې تر ډېره د خپل فکر کسان په دندو ګمارلي دي٠

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه