دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهایا د ساینس د شواهدو نه د مذهبي عقیدو رشتیا ثابتول سم...

ایا د ساینس د شواهدو نه د مذهبي عقیدو رشتیا ثابتول سم دي؟

لیکنه: محمد نعيم

ایاه نه چې ساینس د انساني ټولنې تر ټولو موثره زیار او ایجاد شکل اخستی دی او انسانیت ته یې له سوچه لرې او له شمېره وتلې ګټې راوړل پیل کړي دي خواه که د غه زمونږ په طبېعي چاپېریال کې د روانو پديدو phenomena او پېښو events د نوي تعبيرونو او تشريح په ډکر کې وي او که د عملي وسیلو او ټکنالوژۍ له رامینځته کولو په برخه کې دی (یعنې ساینس) د روایتي نظریو او اقدارو سره په ټکر کې راغلی دی دا روایات خو هسې په کلتور او مذهب دواړو کې جرړې لرې خو په مذهب کې یې جرړې زیاتې ښخې دي له دې لامله مذهبي طبقې په خصوصې توګه ساینس او فلسفې ته د یوې مخالفه او مقابلې نظریې په نظر کتلي دي او ورته یې مدام یو رقم د دښمنۍ جذبات پاللي دي

د ساینس په تاریخ کې د مذهبي قدامت پسندو له اړخه ساینسي سوچ او فکر ته د کلک مزاحمت ګڼ مثالونه بیا موندلی شي دبېلګې به توګه د یو زمکمنځيز شمسي نظام geocentric solar system د نظریې په مقابله کې د نورمنځيز شمسي نظام heliocentric solar system د نظریې مخالفت کول د غونډشکلې زمکې round earth پر ضد د تختې شکلې flat earth زمکې تصور د عقېدې برخه ګڼل او بغیر د څه مضبوطو شواهدو د ارتقا د نظریې په مقابل کې د تخليق په نظریه ټینګار کول – ددې نه سر بېره (علاوه) مذهبي طبقې د ټکنالوژی او د ټولنې د نظمولو او چلولو د جديد نظامونو هم مخالفت کړی د ټېليوزیون، چاپ خانو، او عکس اخستونکې ټکنالوژی مخالفت او د زدکړو او ښودنو د جديدو نظامونو مزاحمت یې یو څو مثالونه دي

خو د ساینسي فکر د پرمختیا او نفوذ د مخالفت باوجود مذهبي طبقې د ساینس د لاسته راوړونو نه د ګټې بورته کولو کوشش هم کړی دی یو اوسنی مثال یې ددوۍ له اړخه د رسنیو دجدیدو وسيلو د خپلو نظریو د تبليغاتو دپاره کارونه ده دا استفاده صرف د دټکنالوژۍ د استعمال پورې محدوده نه ده دوۍ ځنې وخت د ساینس انکشافات او اغېزې implications د خپلو عقیدو د حقانیت د ثابتولو دپاره هم استعمال کړي دي د مثال په توګه په یورپ کې په وړومبۍ کې کې مذهبي طبقې د ساینسي فکر سر راوچتولو ته شدید مزاحمت اوکړو خو کله چې دې فکر په تولنه کې پراخه نفوذ او قبولیت بیاموندو نو بیا ځنې مذهبي حلقو د خپلو عقيدو دحقانیت ثابتولو دپاره د ساینس نه شواهد او دلیلونه راوړل شورو کړه د بېلګې په توګه دوۍ به دا وییل چې دساینس دغه یوه یا هغه بله پېشنګویی خو دمخکې نه زمونږ په مقدسو کتابونو کې موجوده وه خو ساینس یې اوس تصديق اوکړو له دې لامله ددې نه نه صرف زمونږ د افکارو حقانیت ثبوت ته رسي بلکه په ساینس یې لومړیتوب او برتري هم ثابتيږي پښتنه دا راولاړېږی چې ایا دمذهبي طبقې له اړخه دمذهبي عقیدو په ملاتړ کې د ساینس د نظریو پکارول سم دي؟ که د ساینسي علومو د اساسي نیچر nature او د ساینس د فلسفې بحثونو او وړاندیزونو ته وکتل شي نو د مذهبي عقيدو او د ساینس د نظریو دا ډول توضیحات سم نه ښکاری او دواړه یو بل سره ګډول د دواړو په زیان بدلېدی شي ددې څه وجې دي چې د ځینو پکې لاندې وضاحت شوی دی

وړومبی وجه یې دا ده چې د مذهب او د ساینس د کار ډګرونه بېل بېل دي مذهب زیات تره د مابعداطبیعاتی metaphysical اندېښنو او فکرونو سره علاقه لري او د دې پښتنې ځواب لټوي چې د کاینات د موجودګۍ شاته پټ راز څه دی او په کاینات کې د انساني ذات شتون څه مقصد لري یا دلته د انسان مقام څه دی ددې برعکس ساینس زمونږ په دې طبېعي دنیا physical world کې د روانو پديدو phenomenon او پېښو events د پوهې تر لاسه کولو او ددغه د وضاحت کولو کوشش کوي دویمه خبره داده چې مذهب ددغې سترې پښتنې چې د کاینات مقصد څه دی یو لا طبېعي supernatural ځواب لټوي او ددغه ځواب ترلاسه کولو دپاره غیر منطقي او غير ساینسي non-rational  او non-empirical لارې لکه د غیبو علم او د وحي revelation ذرېعې پکاروي  خو ساینس د طبېعي پدیدو او پېښو هم په دې طبيعي دنیا physical world کې د مشاهدې او تجربې له لارې یعنې empirically ځوابونه لټوي د ساینس په لټونو او وضاحتونو کې د supernatural هيڅ ځاۍ نه جوړېږي او داسې د مذهب په توضیحاتو کې د empirical knowledge ځاۍ نه جوړېږي

 

بیا د کاینات د وجود او مقصد د توضیح په لټنې کې د مذهب رجحان اخلاقي دی په خاصه توګه کله چې د انسانې ټولنې د نظمولو او اداره کولو خبره راشي خود ساینس تمركز په حقیقت دي یعنې ځمونږ په چاپېریال کې چې څه علتونه او نتېجې په عمل کې دي ساینس یې هم هغه شان بیانوي پرته ددې نه چې اخلاقي نتېجې یې څه راوزي

 

بله یوه مهمه نکته ددواړو د توپیر داده چې د ساینس نظریې او وړاندویینې ښکاري خو افاقي خو په اصل کې احتمالي probablistic وي ساینس چرې دادعوه نه کوي چې د مادي دنیا د پېښو (لکه زلزله ولې راغله) په اړه کم وضاحتونه دی وړاندې کوي هغه یو مطلق حقيقت  دی بلکې دا وایي چې د شته وو مالوماتو او شواهدو له نظره او په ورکړی شوو شرایطو کې دغه وضاحت سم ښکارې له دې کبله د ساینس نظریې هر وخت د ردوترديد او بدلون او ترمیم سره مخ وي بلکې د باطيلدو یا ردېدو اصول د ساینسي طریقې اساسي اصول دی یعنې هره ساینسي نظریه به د خپل باطيلېدو امکان ته ځاۍ ورکوي او کمه نظریه چې د یو مطلق حقيقت کېدو دعوه کوي او د خپل باطله کېدو امکان ردوي هغه ساینس نه شي کېدی ددې ضد مذهبي عقيدې په خپل سره او ځانواکه حیث کې یو نه بدلېدونکی immutable او نه ردېدونکی irefutable حقيقت ګڼل کېږی او دخپل حقانیت ثابتولو دپاره هېڅ طبېعي physical شواهدو او ثبوتونو ته اړتیا نه لري له دې کبله یوه مذهبي عقيده (ددغه عقیده لرونکو له نظره) د هېڅ نیوکې او پښتنې لاندې نه شي راوړی کېدی خو ساینسي نظریې مدام د پښتنو questioning او نیوکو criticism سره مخ وي په پایې کې د ساینس په طريقه کار کې د یوې نظریې دعوې او وړانویینې ( پېشنګویانې) به ارو مرو د ازميونې (testing) سره مخ کېږي کمې نظرې چې ازمويلی کېدی نه شي هغه د ساینس په معیارونو پوره نه وي چونکه مذهبي نظریې مطلق حقیقتونه ګڼل کیږی له دې کبله ازميیلو ته اړتیا نه لري

له دې کبله مذهبي سکالرانو ته نه ده پکار چې د مذهبي عقيدو د حقانیت دليل د ساینس نه راوړي که داسې کوي نو مذهبي عقېدې به هم هغه اصولونو او ضابطو تابع ګڼي کمې چې د ساینس دپاره کارول کېږي په دې کې د ازموینه(testing) او د ردېدلو یا باطله ثابيتېدلو اصولونه (falsification principle) شامل دي

 

په پایې کې د ساینس او مذهب د کارهدفونه او میدانونه بېل دي ساینس د ژوند د مادي اړخ سره علاقه لري اومذهب زیات تره د ژوند اخلاقي اړخ په پام کې نيسې ګو چې خنې وخت د ساینسي نظریو نتېجې او اغېزې (implications) د مذهبي عقیدو د تشريحاتو سره په ټکر کې شي خو داسې ښکاري چې په پراخه کې ددواړو دومره ټکر نه رازي دا په دې پورې هم ده چې مذهبي خلق څومره عقل او ساینس ته ځاۍ ورکوي

 

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه