دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهاشرف غني :افغانستان کې اوسمهال واک په دوه برخو وېشل شوی دی.

اشرف غني :افغانستان کې اوسمهال واک په دوه برخو وېشل شوی دی.

ولسمشر محمد اشرف غني له سي ان ان سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې طالبان یو موټی نه دي او په افغانستان کې اوسمهال واک په دوه برخو وېشل شوی دی.

غني د دوحې تړون د ناورین په توګه یاد کړ او ویې ویل، چې دغه تړون د افغانانو لخوا پیل شوې د سولې پروسه له ستونزو سره مخ کړه . ده وویل، هیله لري چې امریکا به د افغانستان په اړه پر خپلې تګلارې او له طالبانو سره د خپلې هوکړې پر پایلو فکر کړی وي.

ولسمشر د افغانستان د راتلونکي په اړه اندېښنه وښوده ویې ویل، د افغانستان راتلونکی د سیمې پر هېوادونو اغېز لري نو اړتیا ده چې په دې اړه د سیمې په کچه بحث وشي.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني له ABN سره په خپلې ځانګړې مرکه کې هم پر دوحې تړون، د سولې پر مذاکاراتو نیوکه کړې وه او د دغو مذاکراتو مدیریت یې د نړیوال لیدلوري خلاف کار او ناورین وباله.

غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې اخوا په افغانستان کې سبا د طالبانو د دويم ځل واکمنۍ یو کال بشپړېږي.

ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، بشر څار بنسټ او ګڼو امریکایي چارواکو تېر یو کال د افغانانو لپاره په بشري، اقتصادي، ښوونیز او سیاسي لحاظ له ناورینه ډک بللی او پر طالبانو یې نیوکه کړې چې له امریکا او د سیمو هېوادونو سره په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه