ويب ډیسک
ملګري ملتونه وايي، ښوونځي ته تګ د نجونو حق دی او هېڅ څوک بايد له دې حقه محروم نشي.
۳۲۹ ورځې کېږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږمو ټولګيو څخه پورته د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
طالب چارواکو له دې وړاندې ویلي و چې د افغان نجونو پرمخ د ښوونځيو دروازې یې د کلتوري محدوديتونو او حساسيتونو له مخې تړلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د نجونو د ښوونځيو تړل “ديني مسئله” ده او “ديني اړخ” لري.
دا په داسې حال کې ده چې ځيني افغان نجونې په پټ ډول کورنيو ښوونځيو ته ځي او له ښوونځيو سره د دوی په لېوالتيا کې کموالی نه دی راغلی.


