ویب ډیسک
د خوست ولایت ځايي چارواکي وایي، نن ماسپښين مهال د خوست ښار اړوند، مجاهد څلور لارې سره نږدې چاودنه شوې،چې له امله یې د ملي امنيت د درېیو سرتېرو په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي دي.
مسوولان وایي، دغه چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پرځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې نن په خوست ښار کې له جمهوریت څخه د ملاتړ په هدف یوه لویه ناسته هم رابلل شوې وه.


