ويب ډیسک
په نيول شويو کسانو کې يوه ناوې هم ده چې په سرو لاسونو د واده په کمیس کې له خپل خاوند سره پېښور ته د خپل نوي کور په لور روانه وه خو د واده شپه يې د ژوب په مرکزي زندان کې شوه.
د شېراني سیمې مرستيال کمیشنر اعجاز جعفر د پنجشنبې په ورځ امريکا غږ ته وويل: “له ۲۴۰ تر ۲۴۴ پورې افغانان د «دانه سر» پر څوکۍ ملېشه ځواکونو د جولای پر ۲۷ نيولي او د سیمې چارواکو ته سپارل شوي دي.”
په نيول شویو کسانو کې دوې ناروغې ښځې هم دي، چې يوه پکې مېندواره او بله یې د راپورونو په اساس د سرطان په ناروغۍ اخته ده. د ژوب مرکزي روغتون د اسنادو له مخې دوی له ژوب څخه د لاهور او پېښور روغتونونه ته لېږل شوي دي.
مدافع وکیل ولي ازاد امريکا غږ ته وويل “د پاکستان فارنر اېکټ ۱۹۴۶ د قانون له مخې د درملنې لپاره د ډاکټر له اسنادو سره روغتون ته پر تللیو بنديز نه شته، چې کله یې درملنه وشي بيا هغه بهرنیان تر پولې اړول کېږي.”
نوموړي وويل چې په نيول شويو کې له ماشومانو او ښځو سره سره ۶۰ داسې کسان هم شته چې د پاکستان له خوا ورکړل شوي ټول قانوني اسناد هم لري.


