دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهافغانستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو

افغانستان کې د پولیو ضد کمپاین پیل شو

ويب ډیسک

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایې چې دوی نن دوشنبه د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې يې د پولیو پر وړاندي د واکسین کمپاین پیل کړی چې په ټول هیواد کې به څه باندي اوه میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت له لوری په خپره سوی یوه وینا پاڼه کې چې رسنیو ته رسیدلې ده ویل سوي: «د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین فرعي کمپاین پیل کړی چې څلور ورځې به دوام وکړي او د دې کمپاین موخه دا ده چې ۶،۷ میلیونه ماشومان د پولیو ویروس په وړاندې واکسین کړي.»
ویناپاڼه کی ویل سوي چي «دا کمپاین د هېواد د سویلي، سویل ختیځې، شمالي، لوېدیځې او مرکزي ولایتونو اړوند ۲۴۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي، چې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر پکې زیات دی او دغه راز هغه ولسوالۍ هم په پام کې نیسي چې په تیر ژمي کې د سړې هوا له امله د پولیو واکسین کمپاینونه پکې پلي شوي نه وه.»
د عامې روغتیا وزارت وایې هڅه کوي چې په پاتې نورو ولایتونو کې هم د پولیو کمپاین هم پیل کړي.
افغانستان او پاکستان لا هم په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې د پولیو له ویروس څخه پاک نه دي او په دغو دواړو هیوادونو کې د دغې ناروغۍ د له منځه وړلو له پاره د پولیو واکسینونه ترسره کیږي، خو دغه وایروس لا له منځه نه دی تللی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه