دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي له ترکمنستان څخه به زرګونه ټنه مایع ګاز افغانستان ته...

طالبان وايي له ترکمنستان څخه به زرګونه ټنه مایع ګاز افغانستان ته وارد او بازارونو ته وړاندې کړي.

ويب ډیسک

د طالبانو حکومت اعلان کړی دی، چې له ترکمنستان څخه به زرګونه ټنه مایع ګاز افغانستان ته وارد او بازارونو ته وړاندې کړي.
د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوې دي، چې د حکومت د اقتصادي سکټور په غونډه کې هوکړه شوې ده، چې ترکمنستاني شرکتونو ته به اجازه ورکړل شي، چې د حیراتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو له لارې افغانستان ته مایع ګاز وارد کړي.

ویل شوې دي چې له ترکمنستان مایع ګاز د افغانستان بندرونو ته رارسیدلي او ژر به د هيواد بازارونو ته ورسیږي.

وروسته له هغې چې په نړیوالو بازارونو کې د نفتو بیې پورته ولاړې په افغانستان کې هم د نفتي توکو بیې لوړې شوې دي.

اوسمهال د هيواد په بازارونو کې یو کیلو مایع ګاز ۸۵ افغانۍ پلور کیږي، چې د بیو له لوړوالي مخکې یو کیلو مایع ګاز په شاوخوا ۶۰ افغانۍ پلورل کیدو.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه