راپور: عزیز سباون
نن د سهه شنبې پر ورځ د ژغورنې چارواکو ويلي چي د هغو 29 کسانو لټون پس له يوې ورځې بيا پېله وې په کم کې چې د واده د مراسمو شاوخوا ۱۰۰ تنه غړي په کې سپاره وو، د سيند په سیند کې ډوبه شوه.
یوه لوړپوړي دولتي چارواکي و رسنيو ته ويلي چې یوه ورځ وړاندې په دغه ناورین کې د ښځو او ماشومان په ګډون 21 کسان وژل شوي او 30 لا هم لادرکه دي.
د پنجاب حکومتي چارواکی سلیم عاصي و رسنيو ته ويلي چې تمه لري چې د پاکستان د پوځ سمندري ځواک به د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.
هغه زياته کړه چې “تر اوسه د ٢١ کسانو جسدونه موندل شوي او خپلوانو ته يې سپارلي دي”.
د راپورونو تر مخه د دوشنبې په ورځ د ختیځ پنجاب ایالت په صادق آباد سېمه کې د ناوې په ګډون لږ تر لږه 45 کسان ژغورل شوي، خو د ماشومانو په ګډون 30 کسان لا هم ورک دي. که څه هم د لادرکه شویو وراوالو د وژل کېدو وېره څرګنده شوي خو خپلوان يې اوس هم د سیند په غاړه د ژوند په تمه دي.
ياده دي وي چې د کښتۍ د ډوبیدو پر وخت په ياده کښتۍ کې لږ تر لږه 90 تنه سپاره وو.
دا ډول حادثې په پاکستان کې معمول دي، په پاکستان کې د لرګیو کښتۍ چلونکي ډیری وختونه په سیندونو او جهیلونو کې د توکو او خلکو لیږدولو لپاره کاروي چې پکې ډیری یې د ژوند د ژغورلو جاکټونو پرته کار کوي.


