سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهد پاکستان امنيتي ځواکونه وايي په شمالي وزيرستان کې يي شپږ ترهګر...

د پاکستان امنيتي ځواکونه وايي په شمالي وزيرستان کې يي شپږ ترهګر وژلي

ويب ډیسک
د پاکستان پوځ د جولای په ۱۳مه نېټه ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې په شمالي وزيريستان کې د ترهګرۍ پرضد عمليات کړي او شپږ ترهګر يې وژلي دي
د پاکستان پوځ د مطبوعاتو ادارې په همدې ورځ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې امنيتي ځواکونو يې د شمالي وزيرستان په دته خېلو دیدا هیلر سیمې کې د ترهګرو پر پټنځي عمليات کړي او شپږ ترهګر يې وژلي او ګڼ شمېر وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي دي.
په اعلاميې کې راغلي، چې ترهګر په دې وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو سخت بريدونه کوي او پر وړاندې به یې عمليات جاري وساتي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه