ویب ډیسک
د کابل ښار اوسېدونکي وايي، د پینځمې امنیتي حوزې اړوند د پولیتخنیک پوهنتون په شاوخوا کې د چاودنې او ډزو اوازونه اورېدل شوي.
د طالبانو د حکومت یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې د جون ۳۰مې پېښه تایید کړه.
دا په داسې حال کې ده چې د پېښې له ځای سره نېږدې د لویې جرګې په خیمه کې د طالبانو د حکومت په بلنه د سلګونه دیني عالمانو او قومي مخورو لویه غونډه هم روانه وه.
اخوا د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې “د غونډې په شاوخوا کې هېڅ ستونزه نه شته”.
نوموړي پر ټوېټر په بیان کې زیاته کړې چې د طالبانو وسله والو “ځواکونو” پر “یو مشکوک ځای” ډزې کړي.
مجاهد له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په پېښه کې ځاني زیان اوښتی او که نه خو پر ټولنیزو شبکو خپرې ویډیوګانې ښيي چې د جرګې تالار په شاوخوا سیمو کې ډزې اورېدل کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده چې حمله چا کړې او نه یې چا مسوولیت منلی.
د طالبانو حکومت له تېرو یوشمېر ورځو راهیسې د علماوو او مخورو لویې غونډې لپاره امنیتي اقدامات کول او له تېرو دوو ورځو راهیسې د لویې جرګې خیمې شاوخوا سړکونه د هر ډول ټرافیک پر مخ تړلي ول. په همدې حال کې طالبانو د غونډې په شاوخوا سیمه کې امنیتي پوستې هم زیاتې کړې دي.


