ويب ډیسک
طالبانو په کابل کې د علماوو يوه ستره غونډه رابللې ده چې نن، پنجشنبه د لویې جرګې په خيمه کې پېل شوه. د دغه لویې غونډې مشري حبیب الله حقاني کوي او غونډه د طالبانو رئیس الوزرا په پرانستوونکي وینا پیل شوه.
ویل کیږي د غونډې تالار ته رسنۍ نه دي پريښودل شوي او یوازې ملي راډيو دا غونډه په ژوندۍ بڼه نشروي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټر پاڼه د طالبانو د رئیس الوزرا له قوله لیکلي دي، چې طالبان د ټولو ناخوالو د هواري هڅه کوي: «ممکن ځینې ځایونو کې به ستونزې وي، خو هغه چې له موږ سره شریکې شي، موږ به یې د حل په برخه کې ګامونه واخلو.«
که څه هم طالبانو په رسمي توګه د غونډې اجنډا نه ده په ډاګه کړې، خو داسې ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د طالبانو لپاره د ملاتړ جلبولو، ملي یووالي ساتلو، د ښځو او ماشومانو د حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو بحثونه وشي.
د طالبانو د علماو سترې غونډې کې کابو۳۰۰۰ کسان برخه لري، چې د ښځو له ګډون پرته د هېواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه د ولسوالۍ په کچه دوو دیني عالمانو او یو یو شمېر قومي مشر پکې برخه اخیستې ده.
په غونډه کې د ښځو د ګډون په اړه د طالبانو د رئيس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي د چهار شنبې په ورځ له ملي تلویزيون سره په خبرو کې وويل چې په جرګه کې د ښځو ګډون ته هيڅ اړتيا نشته او نارينه به د هغوی استازيتوب وکړي.
هغه زياته کړې: «ښځې زموږ مېندې او خوېندې دي… موږ یې ډېر درناوی کوو. خو کله چې یې زامن راټول شوي وي نو دا په دې معنا ده چې دوی هم پکې ګډون لري.»
د لویې جرګې په خیمه کې به د طالبانو د علماوو ستره غونډه درې ورځې دوام وکړي. د غونډې له پاره په کابل کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوې دي.


