راپور : پښتو جرنل
په کابل کې د طالبانو له لورې رابلل شوې غونډه پیل شو غونډې ته د د اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند پخپله وینا کې وویل چې
تاسو ښه خبرياست چي د اسلامي نظام په حاکميت سره ټول هغه کسان چي مخکي له مجاهدينو سره جنګېدل، وبخښل شول؛ خو اوس بيا هم هغو خلکو د دې مظلوم اولس له ازار څخه لاس نه دی اخیستی هغه زیاته کړه زه وایم چې اوس اسلامي نظام راغلی، د دې د تقویې له پاره باید ټول کار وکړو.
اسلامي امارت په ټولو برخو کې هڅې کوي، ترڅو ټولې ناخوالې سمې شي؛ ممکن ځیني ځایونه به مشکلات وي، خو هغه چې له موږ سره شریک شي، موږ به یې د حل په برخه کې ګامونه واخلو.
رئيس الوزراء وویل چې
دښمن که په داخل کې وي، که په بهر کې وي، باید کلک پیغام ورته ولرو، چې نور د وضعیت د اختلال اجازه په هیڅ صورت نه ورکول کیږي.
دغه ځوریدلی اولس باید نور هوسا شي.


