سه شنبه, اپریل 21, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهطالبان وايي د پولیو واکسیني کیمپېن پینځم پړاو پیل کړی دی

طالبان وايي د پولیو واکسیني کیمپېن پینځم پړاو پیل کړی دی

ويب ډیسک

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې د جون پر ۲۷مه یې د پولیو واکسیني کیمپېن پینځم پړاو پیل کړی دی.

د ګوزڼ ناروغۍ د ختمولو چارو ملي مرکز مشر نېک ولي شاه مومن د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، دا بهیر به د جون تر ۳۰مې پورې روان وي.

نوموړي وویل، روغتیايي کارکوونکي په دې بهیر کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۱۰ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، سږ کال په هېواد کې د ګوزڼ یوازې یوه پېښه ثبت شوې ده. د وزارت په خبره، د ناروغۍ پېښه یې په پکتیکا کې ثبت کړې.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه