ويب ډیسک
د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وایي، چې د هرې ورځې په تېرېدو له نړۍ سره د کابل اړیکې ځواکمنې کېږي او ټاکل شوې چې ځینې هېوادونه افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
نوموړي ویلي، کابل له نړۍ سره ښې ډيپلوماټيکې اړیکې غواړي او همدې مسلې ته په کتو ټاکل شوې یو شمېر هېوادونه په نږدې راتلونکي کې افغانستان کې خپل سفارتونه بیا فعال کړي.
د متقي په وینا؛ له ټولې نړۍ سره ښې اړیکې لرو او ورځ تر بلې زموږ اړیکې ځواکمنې کېږي او هیله من یو چې راتلونکي کې نورې ښې لاسته راوړنې هم ولرو.


