ويب ډیسک
د هندج د بهرنیو چارو وزارت وايي چې له افغان زلزله ځپلو سره د مرستې په هدف په بشري مرستو بار دوې طیارې کابل ته استولي دي.
هند ویلي چې په دغه ۲۷ ټنه بشري مرسته کې، خېمې، د کور اړین سان الات، کمپلې او ځينې نور اړین توکي شامل دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه بشري مرسته په افغانستان کې د ملګرو متلونو د بشري مرستو د هغږغۍ دفتر (UNOCHA) او د افغان سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو، پيژندل شوو څېرو او خیریه بنسټونو لخوا د مرستې راټولو کمپاینونه پيل شوي دي


