ويب ډیسک
د هند د بهرنيو چارو وزير پر خپل ټـويټر پاڼه ليکلي چې ياد بريد بايد د ټولو لخوا په کلکه وغندل شي٠
نوموړي زياته کړې: “موږ د بريد په اړه د خبر تر لاسه کولو وروسته د نورو پرمختګونو په تمه يو٠ زموږ لومړۍ او تر ټولو مهمه اندېښنه د ټولنې هوساينه ده٠”
نن شنبه يو شمېر وسله والو په کابل ښار کې د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د کارته پروان سيمه کې د افغان اهل هنود او سيکانو پر عبادت ځاى بريد وکړ٠
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي تر څو ساعتونو وروسته د بريدګرو په وژلو سره بريد پاى ته رسېدلى دى٠
ددغه وزارت وياند عبدالنافع ټکور خبريالانو ته وويل چې بريد کې يو اهل هنود وګړى او يو طالب سرتيرى وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان شوي دي٠
د دغه بريد مسوليت تر دا مهاله کومي ډلې نه دى منلى٠


