ویب ډیسک
تېره ورځ په پکتیکا او خوست کې د زلزلې له امله کابو زر کسان مړه شوي او تر یو نیم زر ډېر ټپیان دي. زلزله ځپلو ته د درناوي له پاره به نن پنجشنبه په بهر کې د افغانستان په سفارتونو او قونسلګریو کې ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دیپلوماتیکو استازولیو یوه ګډه اعلامیه نشر کړې ده او ویلې یې دي، چې د زلزلې قربانیانو ته د درناوي له پاره د دیپلوماتیکو نمیانده ګيو د همغږۍ ګروپ پریکړه کړې ده چې نن پنجشنبه د جون ۲۳ مه به په بهر کې د افغانستان په ټولو سفارتونو او قونسلګریو کې د افغانستان ملي بیرغ نیمه ځوړند وي.
په دغه اعلامیه کې د مرستو غوښتنه شوې ده: «د افغانستان اسلامي جمهوریت دیپلوماتیکې استازولۍ، په افغانستان کې زرګونه زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو له پاره، له ټولو هيوادونو، بین المللي سازمانونو، بنسټونو او افرادو څخه د سخاوتمنده ملاتړ غوښتنه کوي.»
په پراګ کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر شهزاد اریوبي دویچه ویله ته وویل، د افغانستان ټولو سیاسي استازولۍ جدي هڅې او کار کوي چې د اړوندو کوربه هيوادونو څخه د زلزله ځپلو له پاره مرستې وغواړي.
اریوبي وویل: «د افغانستان اسلامي جمهوریت ټولو استازو کار شروع کړی دی، چې زلزله ځپلو ته مرستې وغواړي. ټول استازي له کوربه هيوادونو او نړیوالو بنسټونو سره په خبرو بوخت دي، چې مرستې جلب کړي. دا یوه ډېره بده او سخته پېښه ده، موږ ټول یې سخت دردولي یو.»
پخواني افغان حکومت به د لویو طبیعي پېښو پر وخت په هيواد کې د یوې ورځې له پاره ملي ماتم اعلان کړ، چې په هغه ورځ به په افغانستان او ټوله نړۍ کې په دیپلوماتیکو استازولیو کې بیرغ نیمه ځوړند و.
تر اوسه د طالبانو سرپرست حکومت ملي ماتم نه دی اعلان کړی. طالبانو ویلي دي چې مشر یې ملا هیبت الله اخونزاده اړوندو ادارو ته امر کړی چې له زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.


