ويب ډیسک
د زابل د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي ویلي چې دغه ترافیکي پېښه تیره ورځ د دغه ولایت په نورک سیمه کې د فیلډر موټر او ټېلر ترمنځ شوې ده.
د هغه په وینا په دغه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ټپيان د زابل ولایت روغتون ته انتقال شوي دي.
په افغانستان کې ترافیکي پېښې تر ډېره د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافیکو علایمو نشتوالی او سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کیږي.


