یکشنبه, اپریل 19, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهحامد کرزي‌ د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانګړي استازې میرمن دیبورا...

حامد کرزي‌ د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو ځانګړي استازې میرمن دیبورا لیونز سره کتلي 

ويب ډیسک

د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاصې استازې میرمن دیبورا لیونز په هغه تودیعي میلمستیا کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له خوا دې ته ترتیب شوې وه گډون وکړ.

په دغې تودیعي میلمستیا کې چې په کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جهاد ارگینای هم حضور درلود، د دې ترڅنگ چې د افغانستان پر روانو حالاتو خبرې وشوې، د نجونو پر زده‌کړو او کار ته د ښځو پر ستنېدو په کلکه ټینگار وشو.

همداراز پخواني ولسمشر د ملگرو ملتونو د همکاریو په خاصه ټوگه د میرمن دیبورا لیونز له هلو ځلو او هڅو ستاینه وکړه او د افغانستان له خلکو سره یې د ملگرو ملتونو د همکاریو پر دوام ټینگار وکړ.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه