ويب ډیسک
د سره صلیب نړیوالي کمېټې په افغانستان کې د فقر د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغي کمېټې رئیس الوی فیلیون پر خپل ټویټر د کابل پر سړکونو د خلکو له لورې د کور د وسایلو پلورلو عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې زیات شمېر خلک اوس هم د کور وسایل د دې له پاره پلوري چې خوراکي توکي پرې رانیسي.
هغه ټینګار کړی دی چې د اقتصادي حالت لا بحراني کیدل په افغانستان کې میلیونونه افغانان فقر ته اړباسي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې رئیس د ټویټ په یوه برخه کې راغلي: «موږ نه توانیږو چې دغسې بحران د نړیوالې ټولنې له بشپړ بسیج پرته کنټرول کړو.»
په افغانستان کې واک ته د طالبانو رسیدو سره د خلکو فقر په دغه هېواد کې زیات شوی دی. ملګرو ملتونو د بشري بحران د رامنځته کیدو خبرداری ورکړی او له نړیوالې ټولنې یې د مرستې غوښتنه کړې ده. د دغه سازمان د شمېرو له مخې د افغانستان نیمیایي خلک د خوړولو له پاره په کافی اندازه خوراک نه لري.


