دوشنبه, اپریل 20, 2026
Google search engine
کور پاڼهتازه خبرونهپه جلال اباد ښار کې د یوې وسله والې نښتې پر مهال...

په جلال اباد ښار کې د یوې وسله والې نښتې پر مهال درېيو غلو ته مرګ ژوبله اوښتې

ويب ډیسک

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي رسنيو ته ويلي، چې چې تېره ورځ تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار د څلورمې حوزې اړوند روښان مېنه کې درې تنه وسله وال غله يوه کور ته د غلا لپاره ورغلي وو.

نوموړی وايي، کله چې امنيتي ځواکونه خبرېږي سيمه ته ورځي خو وسله وال غله مقاومت کوي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې په نښته کې يو وسله وال غل ووژل شو او دوه نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.

اړه لرونکي ليکني
- Advertisment -
Google search engine

تازه خبرونه